امنیت

په روزګان کې دډاراچوونکو درې پټنځي ويجاړ او شپږ تنه ډاراچوونکي ووژل شول

  کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٦ :
په روزګان ولايت کې  دوسله والو  طالبانو په دريو پټنځيو هوايي بريدونه وشول او له منځه يوړل شول.
دغه  مرکزونه  ددغه و لايت  مرکز  روزګان ښار ته څيرمه  موقعيت  درلود.
درارسيدلو خبرونوله مخې  بې پيلو ټه امريکايي الوتکو تيره شپه او نن سهار په دغو مرکزونو بريدونه وکړل.
دروزګان  دوالي وياند دوست ناياب  باخترآژانس ته وويل  ، په دغو هوايي بريدونو کې  شپږ تنه ډاراچوونکي وژل شوي دي.
ده وويل  دغه طالبان په خپلو مرکزونو کې ديولړ  ډاراچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو ، چې پرې بريدونه وشول.
ويل  کيږي   په دغو هوايي بريدونو کې ملکي وګړوته زيان  نه دى اوښتى  .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي  چې پنځه تنه وسله وال  طالبان په روزګان ولايت کې دپوځيانو په  ډزو کې وژل شوي دي .
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه  کله يې چې غوښتل دترينکوټ ښار په لويه لاره کې  ماين ښخ کړي  د پوځيانو له خوا پرې   ډزې   وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته