جلال اباد باختر د چنګاښ شلمه :
درې تنه انسان تښتوونکي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغه کسان ټيک هغه وخت دامنيتي مامورينو له خوا ونيول شول چې غوښتل يې دننګرهار ولايت دسره رود ولسوالۍ يو اوسيدونکى وتښتوي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل چې نيول شويو کسانو په ننګرهار ولايت کې دانسان تښتونې په څو پيښو کې لاس درلود .
ده وويل دغه درې تنه ټيک هغه وخت ونيول شول چې غوښتل يې دننګرهار ولايت دسره رود دولسوالۍ يواوسيدونکي وتښتوي .
داپه داسې حال کې ده چې دروانې اوونۍ په لومړيو وختو کې دانسان تښتونې دوه خطرناک بانډونه په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
امنيتي مامورينو ددغو بانډونو درې تنه مشهور غړي چې په وروستيو کلونوکې يې په دغه ختيځ ولايت کې دانسان تښتونې په لسګونو پيښو کې رول درلود ، وپيژندل او ويې نيول .
0 1 دقیقه لوستل