سیاست

د ماليې وزير خپل وروستي سفرونه بريالي وبلل

کابل باختر د غبرګولي  دريمه :
د ماليې وزير اکليل حکيمي نن د وارسا او بروکسل د کنفرانسونو لپاره د افغانستان د دولت د تياري او د خپلو وروستيو سفرونو د نتيجوپه باب د ولسي جرګې عمومي غونډې ته معلومات ورکړل .
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دماليې وزير د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د وارسا او بروکسل د کنفرانسونو لپاره دحکومت د تياري او د امريکا، جرمني، بروکسل او اندونيزيا په هېوادونوکې د نړيوال بانک او د پيسو د نړيوال صندوق، د آسيا د پرمختيا بانک  او د اسلامي پرمختيا بانک د اروپا د اتحاديې په کلنيو غونډوکې دګډون لپاره د خپلو سفرونو د نتيجوپه باب مفصل او هراړخيز معلومات وړاندې کړل.
د ماليې وزير وويل: د دغو بانکونو له مسوولينو سره د پرمختيايي پروژو د تمويلولو او له افغانستان سره د اوږد مهالو مرستو په باب ګټورې خبرې وشوې .
ده زياته کړه: د آسيا پرمختيايي بانک تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې ٨٧٨ مليونه ډالره منظورکړل او د اروپا له اتحاديې سره د يوسلو پنځه ويشتو مليونو يورو قرارداد لاسليک شو .
دغه راز د پيسو نړيوال صندوق د افغانستان اقتصادي پروګرامونه بريالي وبلل او د اسلامي پراختيا بانک په افغانستان کې د پرمختيايي پرووژو د تطبيق په باب خپلې ژمنې نوې کړې.
د ماليې وزير وويل: په دغو غونډوکې په ګډون سربېره د بېلابېلو هېوادونوله مقاماتو سره د مهمو اقتصادي او مالي مسئلو په باب خبرې وشوې او د پرمختيايي پروژو د تمويلولو او د اوږدمهالو مرستو په برخه کې يې خپلې ژمنې نوې کړې .
د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ګډون د ماليې د وزير په غوښتنه وشو چې د خپلو سفرونو د ارزښتونو او نتيجو په باب د ملت وکيلانو ته مفصل معلومات وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته