سیاست

قاضي القضات په کابل کې دعربي متحده اماراتو سفارت له مرستيال سره خبرې وکړې

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات نن په کابل کې دعربي متحده اماراتوکې د دولت دسفير له مرستيال سره په کتنه کې د دواړو هيوادونو دعدلي مرکزونو ترمنځ دهمکارى د پراختيا او د تجربو دتبادلې په باب خبرې وکړې. دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ: قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په دې کتنه کې د دواړو اسلامي هيوادونو د ورورګلويزو او دوستانه اړيکو په باب خبرې وکړې، دسولې او امنيت دتامينولو او دافغانستان په بيا جوړولوکې د ونډې اخيستنې په لاره کې يې دعربي متحده اماراتو دهمکاريو له امله  مننه وکړه او زياته يې کړه چې عربي متحده اماراتو هيواد د يوه پله په توګه د افغانستان دنړيوالو اړيکو په تامينولو کې ځانګړې  ارزښت لري او له بله پلوه خپله هم دافغانستان په باب دلسګونو حقوقي اوقضايي سيمينارونو اوکنفرانسونوکوربه توب کړى دى چې افغاني رسمي هيتونوته ددغه هيواد ښه هرکلى او هم په دغه هيواد کې د نورو افغانانو دکار اوفعاليت لپاره دلازمو اسانتياو برابرول دقدر وړدي.
قاضي القضات دغه راز هيله وکړه چې دعربي متحده اماراتو دولت د دواړو هيوادونو دقضايي مقاماتو په کچه خپلې همکاري پراخې کړې چې د دواړو هيوادونو دقاضيانو ترمنځ دقضايي تجربو دتبادلې زمينه برابره شي .
په مقابل کې، په کابل کې دعربي متحده ماراتو دسفارت مرستيال جمعه الکعبي څرگنده کړه چې د دواړو هيوادونو اسلامي او وروګلويزې اړيکې تاريخي لرغونتيا لري او دعربي متحده اماراتو هيواد دغه راز مينه لري  چې له افغانستان سره ښې او دوستانه اړيکې ولري او د دغه هيواد دستونزو په حل کولوکې خپله اسلامي  ونډه ادا کړي او موږ له شک پرته د دوه اړخيزو قضايي اړيکو په ګډون د اړيکو د لازياتې پرمختيا په لټه کې يو او دغه غوښتنه به خپل هيواد له مقاماتو سره طرحه کړو.په دې کتنه کې دسترې محکمې غړى ډاکترعبدالملک کاموي هم برخه لرله.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته