امنیت

په سرپل کې د دولسو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل باختر د وري ٢٥ مه
د وسله والو طالبانو د ډلې د درېيو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٢ تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې ووژل شول.
د سرپل والي عبدالقادر آشنا باختر اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه له درېيو استقامتونو څخه د دغه ولايت په صياد ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
ده وويل چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو د ډلې ددرېيو تنو سيمه ييزو قوماندانانو بلال، دولت او نظر ګل په ګډون ١٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ تنه نور يې سخت ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخې: وسله والو طالبانو د سانچارک ولسوالۍ د خواجه سرخ او ارچتو په سيمو او دګوسفندي ولسوالۍ د کاريزونو په سيمه کې بريدونه وکړل چې د سر زيان په زغملو سره په شاتګ ته اړ شول.
ويل کېږي د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې وسله وال طالبان هره شپه د پوځيانو پر پوستو بريدونه کوي، خو د سر د زيان په زغملو سره له ماتې سره مخامخ کېږي.
  ختم_عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته