سیاست

دملي امنيت د ادارې سرپرست : دمشورتي لويې جرګې جوړول له کورنيو او سيمه ييزو امنيتي چلنجونو سره مخامخ و.

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣
دمشورتي لويې جرګې دجوړولو دامنيتي کميسيون  رييس وايي ددغې جرګې جوړول  له کورنيو او سيمه ييزو ګواښونو سره مخامخ و، خو امنيتي ځواکونو
د دسيسو په شنډولو سره  وکولاى شول  دمشورتي لويې جرګې لپاره ښه کاري
زمينه برابره کړي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دملي امنيت دلوى رياست سرپرست او دمشورتي لويې جرګې دجوړولو دامنيتي کميسيون  رييس رحمت الله نبيل نن  دمشورتي لويې جرګې دکار له پاى ته  رسيدو وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل : 
زياتې دسيسې ددغې جرګې په وړاندې رامنځته شوې وې چې هيڅ يوه  يې عملي نه شوه .
ده وويل :  دافغانستان دخلکو دښمنانو هلې ځلې وکړې دکابل په شاوخوا کې دتروريستانو په ګومارلو سره د لويې جرګې کار ګډوډ کړي .
دنبيل دڅرګندونو له مخې :  امنيتي ځواکونو پنځه ډلې ځانمرګې بريدکونکې چې غوښتل يې په کابل ښار کې ځانمرګې بريدونه ترسره کړى له ځانمرګو واسکټونو او له چاوديدونکو توکو سره  د کابل له شاوخوا څخه ونيول.
دغه راز دغو ځواکونو يوه زياته اندازه  چاوديدونکې توکې چې د کابل په ځينو سيمو کې ځاى پرځاى شوي  و کشف او ترلاسه کړل .
ده زياته کړه  دسکر څلويښت څه دپاسه څلويښت ماينونه او د بى ام – شل ماينونه چې دکابل ښار داستوګنې په سيمو توغولو ته چمتو شوي و،  کشف شول او د پروان ولايت لپاره د طالبانو نومول شوى والي دکابل د پغمان له ولسوالۍ څخه ونيول شو.
دغه راز يوبل سړى  دمشورتي لويې جرګې دجوړولو دسيمې له شاوخوا څخه ونيول شو چې  ده غوښتل په بريدلاس پورې کړىي .
دغه سړى  پخوا دلوګر دپخواني  والي د وژلو په تورنيول شوى و چې ددريو کلونو بند له تيرولو وروسته خوشې شوى و .
نبيل وويل ،  چې دمشورتي لويې جرګې ټولې امنيتي چارې دافغان امنيتي مرکزونو  له خوا  اجرا او  رهبري کيدې.
رحمت الله نبيل دپايتخت په ځينو سيمو کې  دواټونو تړل د امنيتي پروګرامونو
يوه برخه وبلله .  .
ده ومنله چې دامنيتي پروګرامونو سختوالي ښاريانوته ستونزې رامنځته کړې وې  ده له دې امله  له کابل ښاريانو څخه بخښنه وغوښتله او له امنيتي ځواکونو سره د دوى  زغم او مرستې وستايلې او ويې ويل  دمشورتي لويې جرګې دکار په بهير کې چې  د دسيسو شنډول او د امنيت تامينول دخلکو د نږدې همکاريو محصول  وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته