کابل باختردزمري دري ويشتمه :
د قندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې په چاوديدونکو توکوبار يو موټر سايکل ترلاسه او شنډکړى شو.
د ملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو منسوبينو دقندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي دندو په بهيرکې په چاوديدونکو توکو بار يو موټرسايکل مخکې له دې چې وچول شي، کشف اوشنډکړ.
ديوبل خبرله مخې : د ملي اردو منسوبينو يو ماين ښخوونکي دميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه ماين د ښخولو په وخت کې ونيوه او هغه وسايل چې په ماين جوړولو کې کارول کيدل هم ترلاسه کړي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ