کابل باختر د چنګاښ ديارلسمه :
شپاړلس تنه وسله وال طالبان دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ دبيرته نيولو دعملياتوپه بهير کې وژل شوي دي .
دغه عمليات پرون پيل شول او ددشت ارچي ولسوالۍ بيرته ددولت له خوا ونيول شوه . او امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ دمرکز په لور دپرمختګ په حال کې دي .
په هغې اعلاميې کې چې دکندز ولايت دمقام له خوا دباختر اژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي ، چې له وسله والو طالبانو څخه په بشپړه ټوګه ددشت ارچي ولسوالۍ د بيرته نيولو عمليات دوام لري . او دجګړو په بهير کې شپاړلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او يوشمير نور هم ټپيان شوي دي .
په اعلاميه کې دڅلورو تنو سرتيرو دټپي کيدو خبر هم ورکړ شوى دى .
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې ددغو عملياتوپه بهيرکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
1 1 دقیقه لوستل