واشنګټن – ايرنا – باختر د ليندۍ دمياشتې ١
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري به نن او سبا ابوظبي، تل ابيب، بيت المقدس او رام الله ته سفر وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند (جان کربي) پرون د دغه وزارت په بولتن کې د يوې وينا په خپرولو سره وليکل: جان کري به په ابوظبي کې د عربي متحده اماراتو له جګپوړو مقاماتو سره د دوه اړخيزو او په سيمه کې د سياسي او امنيتي مسئلو په باب خبرې وکړي.
د کربي په خبره، په اماراتوکې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير د خبرو تمرکز به د سوريې په حالاتو وي.
دا په تېر يوکال کې نيولو شويو ځمکو ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير لومړى سفر دى.