![Img 20240629 Wa0005](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/IMG-20240629-WA0005-780x432.jpg)
کابل، د چنګاښ ٩مه، باختر
د پروان د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست مسوولینو د دغه ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د ١٢ کیلومتره سړک د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول عبدالصبور رویت د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د پروان د سالنګ ولسوالۍ اړوند په کوکلامي کلي کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ١٢ کیلو متره سړک او د ٧٣ مترو په اوږدوالي د یو پل د جوړولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه پروژه کې د سیمې ١٧٣ تنو ته د ٦ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.