![Ps202406303](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS202406303-720x470.png)
نړۍ، د چنګاښ ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ
د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې پرون شنبې د نایجریا په شمال ختیځ ګوزا ښار کې یوې مېرمنې چې یو ماشوم یې هم خپلې ملا پورې تړلی وه، ځان پورې تړلیو چاودېدونکو توکو ته یې د واده په مراسمو کې چاودنه ورکړه او یو شمېر د واده ګډونوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
تر لومړي برید وروسته دوه نورو ځانمرګو بریدګرو د لومړۍ چاودنې د مړو پر جنازې او روغتون برید کړی او نوره مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
رسنیو د وژل شویو او ټپیانو بېلابېل ارقام خپاره کړي، خو تایید شوې رسمي شمېرې ښيي، چې بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او تر شلو زیات ټپیان دي.
د برید مسولیت چاپه غاړه نه دی اخیستی، خو دغه هېواد کې د یو شمېر وسلوالې ډلې چې د حکومت مخالفت کوي، فعالې دي.