![Ps202406301](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS202406301-720x470.png)
نړۍ، د چنګاښ ۱۰ مه، باختر
د ایران ولسمشریزې ټاکنې چې د تېرې جمعې په ورځ ترسره شوې، شپږو نوماندانو په کې د یو بل پروړاندې سیالي کوله خو پایله کې یو هم ونه توانېده چې ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه کړي.
وروستۍ پایلې ښيي، چې د دغو ټاکنو دوه مخکښ نوماندان مسعود پزشکیان او سعید جلیلي به د ټاکنو دویم پړاوو کې چې د روانې سرطان میاشتې په ۱۵ مه نېټه ترسره شي.
لومړي پړاو ټاکنو کې مسعود پزشکیان تر ټولو ډېرې ۱۰ میلیونه ۴۱۵ زره ۹۹۱ او سعید جلیلي ۹ میلیونه ۴۷۳ زره ۲۹۸ رایې ترلاسه کړې دي.
د دغو ټاکنو یو بل مخکښ محمد باقر قالیباف دی، چې ۳ میلیونه ۳۸۳ زره او ۳۴۰ رایې ترلاسه کړي او درېیم ځای کې دی.
نوموړي د پیالو تر اعلان وروسته وویل، هڅه به وکړي، دویم پړاو کې سعید جلیلي بریالی او د دولت مشر شي.