![Ps202406306](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS202406306-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۱۰ مه، باختر
د کندز ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د سیمې د یو مخور کس په هڅو د سلګونه قومي شخړو د حل خبر ورکړی دی.
یاد قومي مشر آغامیر ناصري د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په یاد ولایت کې یې د اسلامي امارت په راتګ سره په خپل شخصي لګښت د قومونو ترمنځ ۲۰۰ کوچنۍ او لویې شخړې حل کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغو قضیو کې ۵۰ د وژنې او پاتې نورې یې حقوقي، جنايي او کورنۍ قضیې، چې د نوموړي په هڅو او د قومي مشرانو او دولتي چارواکو په منځګړیتوب حل کړې دي.
په ورته وخت کې د کندز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو لوی مدیر حافظ ذاهدالله هم د خلکو ترمنځ د شخړو د حلولو په برخه کې د ناصري د هڅو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې تر اوسه په کندز ولایت کې د قومي مشرانو په همکارۍ د خلکو ترمنځ د شخړو ۴۰۰ قضیې حل شوې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې اوسمهال په کندز کې ۳۱ قومي شوراګانې ثبت دي.