سیاست

انجینیر محمدخان: په پکتیکاکې د واليبال د لوبې پرګډون والو برید په سختو ټکو وغانده

کابل باختر دتلي شپږمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ د والیبال په لوبغالي کې پرونې چاودنه چې د تنکنیوځوانانو په شمول يې ګڼ شمیرملکي هیواد وال پکې شهیدان اوټپیان شول په کلکوټکووغندله
د سولې او وطن دښمنانو دغه شان بريد ښي چې دوی په ملکي هیواد والو هیڅ ترحم او زړه سوی نه لري او په خپل وحشت او دهشت سره خلک وژني چې خپل بهرنی باداران خوشحاله کړي.
د بشریت دښمنان چې د امنيتي ځواکونو پروړاندې يې د جګړې توان له لاسه ورکړی، نو ځکه پرملکي هیواد والوبریدونه کوي اوعام وګړي خپل هدف ګرځوي.
د وسله والو دغه وحشي او زړه بوږنوونکی برید په سختو ټکوغندو، له امنیتي ځواکونوڅخه په جدي توګه غوښتنه کوم چې د پېښې عاملین په ګوته او ددښمن داډول کرغيړنواو مکارو توطيوته پوره پاملرنه وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال په دې تره ګریزه بريد کې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانوته د څښتن تعالی جل جلاله له دربار څخه دسملاسي روغتیا، کورنیو، خپلوانو او زیانمنوشویو ته د جمیل صبرهيله کوي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته