کابل باختر د سلواغې ٢٠ نيټه :
په هلمند ولايت کې اووه تنه وسله وال طالبان له افغان پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه د هلمند ولايت لښکرګاه ښار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې پوځيانو د وسله والو طالبانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ