امنیت

ديوجنايتکار بانډ سرګروپ په کابل کې ووژل شو .

کابل/ دثور ٢٩/باختر :
ديو جنايتکار بانډ سرګروپ حميد الله دکابل په چهاراسياب ولسوالۍ کې دوسله والې جګړې په بهير کې ووژل شو .
د باختراژانس دخبرله مخې،  د دغه جنايت کار بانډ سرګروپ په بېلابېلو جرمي قضيو په تېره بيا په کابل کې په وسله والو غلاو او هدفمندو وژنو کې لاس درلود . چې له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شو .
دغه  جنايتکار بانډ  له زياتې مودې راپديخوا دپوليسو تر تعقيب لاندې و .چې په پاى کې  دچهاراسياب ولسوالۍ دچهل دخترانو په سيمه کې دپوليسو خبردارى ته  له بې پروايي وروسته  له پوليسو سره يې  په جګړه لاس پورې  کړه چې ددغې جګړې په  بهير کې ووژل شواودهغه دوه تنه ملګري  وتښتېدل .
دغه جنايتکار بانډ دسازمان موندلو جرمونوپه تېره بيا په کابل  ښار او جهاراسياب ولسوالۍ کې په وسله والو غلاو اوهدفمندو وژنو کې لاس درلود
له دغو کسانو  څخه  يوکلاشينکوف ، يوشمېر پوځي تجهيزات اويوموټر ترلاسه شوى دى .
دکابل پوليس  کابل ښاريانو ته  دامن فضا  درامنځته کولو په مقصد له جنايتکارو سره مبارزه په کاري لومړيتوب کې نيولې ده  .
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته