امنیت

نهه څلوېښت وسله وال طالبان په لوګر کې ووژل شول

-کابل/باختر/د چنګاښ ۱٣ مه
په لوګر کې ٤٩ وسله وال طالبان تېره شپه ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلي لوا د عامه اړيکو آمر احمد شکيل تسل د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د هوايي ځواکونو په بريدونوکې چې د خوښۍ ‌ولسوالۍ د دوبندي او د څرخ ولسوالۍ د کوز آب جوش په کليو کې د طالبانو پر مرکزونو ترسره شول، ووژل شول.
په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو مهم کسان هم شامل دي.
هغه زياته کړه چې په بريدونو کې څو وسله وال طالبان ټپيان شوي او له وسلو سره د دښمن دوه موټرونه له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه اوونۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
ختم-ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته