ټولنه

په غورکې د سلګونو کورنيو د څښاک اوبه برابره شوه

کابل باختر دسلواغې ۱۵مه
په غور ولايت کې پرون د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
دغور د دريايي حوزې رييس محمد يعقوب رحيق د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د اوبو رسولو دغه درې شبکې د نړيوال بانک په مرسته د درې ميليونو افغانيو په لګښت د فيروز کوه ښار د قلندر او د دولتيار ولسوالۍ د سنګ قشقح او شنبع په کليوکې جوړې شوې دي.
  ده زياته کړه: د اوبو رسولو د دغو شبکو په جوړولو سره د سلګونو کورنيو د څښاک اوبه برابره شوه.
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته