فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوشمېرکارکوونکي وستايل شول

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٠ :
د نوروز د نړيوال جشن د نمانځنې کميټې د نوروز د نړيوال جشن په جوړولوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کړه وړه او فعاليتونه وستايل .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د ملي راډيو ټلويزيون په تالارکې جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين او د  نوروز د نړيوال جشن دنمانځنې دفرهنګي کميټې رييس پوهنمل نبي فراهي د خبرو په ترڅ کې وويل: داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هغه ټولې دندې چې د نوروز دنړيوال جشن دنمانځنې د کميټې له خوا دغه وزارت ته سپارلې شوې وې؛ په ښه توګه ترسره کړې دي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوروز د نړيوال جشن د نمانځنې د فرهنګي کميټې مشرتوب په غاړه درلود.
دغې کميټې وکولاى شول په مراسموکې د يولسو برخه والو هيوادونو ټولې هنري، فرهنګي او ټولنيزې مسئلې تنظيم کړي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاسو کارکوونکو په نه ستړې کيدونکو اوپرله پسې هلوځلوسره په ښه توګه ترسره شوې.
فراهي د نوروز د نړيوال جشن د نمانځنې دکميټې په استازيتوب له  هغوى څخه       مننه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې ګل آغا احمدي وردګ د نوروز د نړيوال جشن د نمانځنې دکميټې په استازيتوب له فرهنګي کميټې او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له ټولو کارکوونکوڅخه مننه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې د ملي راډيو ټلويزيون لوى رييس زرين انځور او د بيهقي  دکتاب د خپرولو د موسسې رييس فيض الله محتاج هريو په وار سره د نوروز د جشن په نمانځنه کې د اړوندو ارګانونو د کړو وړو په باب خبرې وکړې.
په پاى کې د ستاينې لوحې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغوکارکوونکوته ورکړاى شوې چې د دغه جشن په نمانځنه کې يې کارنده ونډه لرله .
دغه راز عبدالغفورليوال هم د نوروز د جشن په باب د شعر د ويلو په خاطر دغه لوحه ترلاسه کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته