سیاست

دفساد دقضيو څيړل دفراه داستيناف محکمې د رييس ژمنه .

فراه – باختر د تلې دمياشتې ١٢
عطا الله فکري دفراه ولايت داستيناف محکمې د رييس په توګه وټاکل شو.
دغه اقدام په قضايي ادارو کې دفساد دمخنيوي په باب دجمهور رييس له تصميم وروسته ترسره شوى دى .
دفراه والي محمد آصف ننګ ددغه رييس دمعرفي کولو په مراسمو کې محکمې ، د ټولنيز عدالت دتامين او دفساد پرخلاف داغيزمنې مبارزې لپاره يو اصلي ارګان وباله او دعدالت پر اصل يې ټينګار وکړ.
نوي معرفي شوي رييس وويل : دفساد هغه قضيې به چې تراوسه پورې نه دي څيړلې شوي، وبه څيړلې شي او محکمې ته دفساد داصلي عاملانو په محاکمه کولو سره ټولنيز عدالت تامين کړي البته دفراه د ټولو پتمنو خلکو په همکارۍ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته