امنیت

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ٧٩ ډار اچوونکي ووژل شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو برخوکې د ٧٩ ډار اچوونکو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي:
امنيتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتوکې ١١ګډ يرغليز او چاڼيزعمليات، ٩٨  کوماندويي دندې او ٢٠ هوايي ګوزارونه د وسله والو دار اچوونکو د پټنځايونو د له منځه وړلو په موخه ترسره کړل چې په پايله کې ٧٩ ډار اچوونکي ووژل شول او  ٥٧  نوريې ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه عمليات افغان هوايي ځواکونو د غوځ ملاتړ ځواکونو په ملاتړ په خوست، کندز، قندهار، فارياب، غور، پروان، تخار، بادغيس، غزني، هلمند، ننګرهار، زابل، بلخ او سرپل کې ترسره شوي دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته