ټولنه

په پروان کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو غونډه جوړه شوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٦  :
د پروان د والي محمدعاصم عاصم په مشرۍ د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو کميسيون غونډه وکړه .
د چاريکارو له ښار څخه د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
په دې غونډه کې چې د پروان د والي  په دفترکې جوړه شوې وه ، د کميسيون د غړو ادارو رئيسانو او استازو پکې ګډون کړى و.
په پيل کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو د کميسيون همغږي  کوونکي مسوول محمد اورنګ ازرخش وويل؛  د افغانستان اسلامي جمهوريت دولت په ښه نيت او په ټولنه کې د ټولنيز عدالت د تامينولو په لاره کې په مسووليت مننې  او د ښځو د ستونزو د څيړنې په موخه دهېواد دمرکز او لايتونو په کچه دغه کميسيون جوړ کړى دى چې موخه يې د ښځو د ستونزو څيړنه او حل کولو وبلل او زياته يې کړه چې د دغو هدفونو د تحقق په باب د قانون په رڼا کې  زموږ هلې ځلې دي.
وروسته د پروان ولايت د عدليې رئيس پاينده حسن خيل دپروان ولايت دمرکز  چاريکارو ښار د ابتدايه محکمې د جزا د ديوان رئيس قضاوتمند فدامحمد عرفان، د مدافعو وکيلانو دټولنې رئيس او د اطلاعاتو او فرهنګ، کار او ټولنيزو چارو، حج او اوقافو، عامې روغتيا، د ښځو دچارو او د پوهنې د رياستونو استازو د رسيدلو قضيو د ارقامو او په غونډه کې د قضيو د څيړنې د څرنګوالي په باب معلومات وړاندې کړل او د ټولو طرحه شويو مواردو په باب غور او خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پاى کې د پروان والي محمدعاصم عاصم دغه غونډه وڅيړله او د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو او کمښت په خاطر يې د دغو مواردو په تحقق باندې ټينګار وکړ.
_ د ولايت مقام دې په خپل وخت د قضيو د څيړنې او د ورسپارل شويو دندو د تعقيبولوپه  لاره کې دکميسيون ټولو غړو اداروته ليکنې لارښوونې صادرې کړي.
د مدافعو وکيلانو ټولنه موظفه شوه چې په بګرام جيل کې د بنديانو د کورنيو   د ستونزو د څيړنې په لاره کې په کار لاس پورې کړي.
ځوان او د  زده کړې خاوند قشر ته د پوهاوي  بهير  تر سره شي او د پوهاوي  د پروګرامونو شمېر دې زيات شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته