ټولنه

دمارچ اتمه په پارلمان کې ونمانځل شوه

کابل باختردکب دمياشتې ١٨ :

دمارچ اتمه دښځو نړيواله ورځ دځوانانو دروزنيز پارلمان اودمشرانو جرګي دشکايتونو داوريدو دکميسيون درييس له خوا نن دسنامجلس دغونډو په تالارکې  ونمانځل شوه.

دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ .

دعزيزالرحمن طيب په مشرۍ  دځوانانو دروزنيزپارلمان په فوق العاده  غونډه کې چې دښځې دنړيوالې ورځې دنمانځنې له امله جوړه شوي  وه  اداري هيئت دښځې دلوړ مقام په درناوي  خپلې څوکۍ دغونډي ترپاى ته رسيدوپوري  تشي پريښودي  اودښځې دنړيوالې ورځې له امله دافغانستان ټولو ځوريدلو خويندواوميندو ته مبارکي وويله او دچارو دمسوولينو له خوايي  ځوانانو په تيره بيا ښځو ته دزياتي پاملرنې  غوښتنه وکړه .

په دې غونډه کې چې دچارو ديوشمير پوهانو اودتحصيلي مرکزونو داستادانو په گډون جوړه شوې وه دمشرانوجرګي دښځو دچارو او دمدني ټولنې دکميسيون رييسې صديقي بلخي ، دمريمي دتحصيلي موسسي رييسې ډاکترې شهلا رشيد ، دلوړو  زده کړو وزارت دخصوصي موسسو رييس  مسعود ترشتوال ، دمدني تولني  دپرمختيا دمرکز رييس ډاکتر محمدسعيد نيازي اويوشمير نورو دښځو دژوندانه دبيلابيلو اړخونو اوپه ټولنه کې دهغوي درول په باب خبري وکړي او په بيلابيلو تاريخي  دورو کې يي دنوماليو ښځو يادونه وکړه  او ويې ويل له ټولو ستونزو او ننګونو سره سره افغان ښځو دخلکو دروا جهاد په دوران  کې له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه  خپل کارنده رول لوبولي دي .

دوي زياته  کړه په داسې حال کې  چې ښځې  زموږ دټولنې نيمايي وګړي  دي په وروستيو لسو کلونو کې يولړپرمختګونه دهغو دژوندانه په ښه والې کې رامنځته شوي دي خو سره له دي هم په زياترو مواردو کې ددوي په حقوقو باندې سترګي پټي شوي دي اواساسي غوښتنې يې نه دي حل شوي  ، پرځاى به وي  چې حکومت ، تمويلوونکې مرکزونه او دښځې دحقوقو ملاتړي دښځو داقتصاد دودي  او غوړيدو ، دغه راز دښځو دښځوونځيو دليک لوست دزده کړي دکورسونو دجوړولو او ودي په لاره کې زياتي هلې ځلې وکړي.

دغه راز ويناوالو  دښځو دسياسي اوټولنيز مشارکت دپراخ بنسټه کولو اودهغوى دحقوقو  په تامينولو ټينګار وکړ او ويې ويل  اوسني ستونزي زياتره هغو اړوندو ارګانونو ته متوجه دي چې بايد په خپلو دقيقو سياستونو سره دهغوى په ټپونو  پټي ولګوي .

دغه راز په دې غونډه کې په گډون کوونکو سربيره  دکابل ښار دفردوسي ليسې دڅلورم ټولګي  زده کوونکې ارشاداحمد ددغي ورځې له امله دمبارکي دويلو په ترڅ کې  دښځې دحقوقو په باب خپل شعرونه اومقالې ولوستلي چې دحاضرينو له تاوده هرکلي سره مخامخې شوي .

دغه راز دمشرانو جرګي دشکايتونو داوريدو رييس اودځوانانو دروزنيز پارلمان تمويلونکې ډاکترزلمي زابلي په خبرو کې دښځې  دنړيوالې ورځې له امله دمبارکي دويلو په ترڅ کې  يادونه وکړه  چې دځوانانو روزنيزپارلمان  دځوانانو دحقوقو تمثيل دي چې هر ځوان کولي شي  له دي لاري په راتلوونکې کې دخدمت جوګه شي .

دغونډى په پاى کې  نږدي پنځوس  جوړي جامي اودمشرانو جرګي شکايتونو داوريدو دکميسيون ستاين ليکونه دښځې دورځې په مناسبت په ښځينه ژورنالستانو اويوشمير ميرمنو وويشل شول.،

ديادونې وړده  چې دمارچ  اتمه چې دښځې له نړيوالې ورځي سره برابره ده هرکال دنړي په زياترو هيوادونو او په تيره بيا دطالبانو درژيم له پراځيدو وروسته په افغانستان کې نمانځل  کېږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته