امنیت

د کابل- جلال آباد په لويه لاره کې د يوې اندازې جنګي وسايلو کشف

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٦
د کابل- جلال آباد په لويه لاره کې يوه زياته اندازه جنګي وسايل کشف شول.
په دغو جنګي وسايلوکې ٢٥ تومانچې او لس شارژورونه شته.
دننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جنګي وسايل د يوه سړي له خوا له پاکستان څخه راوړل شوي او ټاکل شوې وه چې د تورخم له لارې کابل ته وليږدول شي.
د ملي امنيت منسوبينو دغه جنګي وسايل پرون د کابل –جلال آباد په لويه لاره کې د درونټې په ساحه کې ترلاسه کړل.
هغه سړى چې دغه جنګي وسايل يې ليږدول؛ نيول شوى دى.
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه سړى د وسلو پلورونکى دى او يا له ډار اچوونکو ډلو سره اړيکې لري؟

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته