ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د آزموينو د لوى رياست خبرتيا !

کابل باختر د وري درې ويشتمه :
د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د آزموينو د لوى رياست خبرتيا !
د١٣٩٢_ ١٣٩٣ تحصيلي کال د کانکور د آزموينو هغو داوطلبانو ته چې د لوړو او د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته بريالي شوي دي؛ خبرورکول کيږي چې د دوى د نتيجو جدول تراوسه پورې نه دى برابر شوى او د روانې مياشتې ترپاى  پورې بشپړاو اړوندو موسسو ته ليږل کيږي.
نوي شامل شوي محصلان دې د نوم ليکنې لپاره له مهال ويش سره سم د ثور د مياشتې تر لومړۍ نيټې پورې اړوندې موسسې ته مراجعه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته