فرهنګ

اعلاميه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٤ :
د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت د رسنيو د سرغړونو د څيړنې دکميسيون اعلاميه!
دهېواد روانو حالاتو  ته په کتو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د سرغړونو  دڅيړنو کميسيون له ټولو ملي او نړيوالو رسنيو څخه چې په افغانستان کې چاپي، غږيزې او تصويري خپرونې کوي، بايد لاندې ملي مسائلو ته د ټوليزو رسنيو د قانون په رڼا کې پاملرنه وکړي:
١ _  د ټوليزو رسنيو د شلمې مادې د حکم پر بنسټ خصوصي راډيو ټلويزيونونه مکلف دي چې په خپلو خپرونوکې د اسلام د سپيڅلي دين اصول او حکمونه او د افغانستان د ملت ملي، معنوي او اخلاقي ارزښتونه او رواني امنيت په پام کې ونيسي .
٢_  له ټولو رسنيو څخه دا غوښتنه کوي چې خپلې خپرونې د ملي ګټو په رڼا  د ټوليزو د قانون د پنځه څلويښتمې مادې په رعايتولو سره برابرې کړي.
٣_  له ټولو خبريالانو څخه غوښتنه کوو چې د مسلک او مسلکيتوب په پام  کې نيولو سره خپل خبري رپوټونه چمتو کړي.
٤_  ټول هغه ممنوعه موارد چې د رسنيو د قانون له مخې يې توليد، تکثير  او خپرول منع ګڼل شوي دي، بايد رعايت شي .
٥_  رسنۍ بايد د ملي يو والي په ټينګښت او تاوتريخوالي په مخنيوي کې، کارنده ونډه ترسره کړي.
٦- رسنۍ بايد تاوتريخوالي ته لمن ونه وهي او د ملي يو والي روحيه دې نقض نه
کړي او د بيطرفۍ اصل دې رعايت کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته