نړۍ

دهند اوپاکستان ترمنځ کشمير په پوله کې ددرېو تنو هندي پوځيانو وژل کيدل

نوي ډيلي  باخترد تلي څوارلسمه :
مشکوکو مليشو پرون  درې تنه هندي پوځيان  دهند تر ادارې لاندې کشمير  په يوه پوځي سيمه کې ووژل .
  باختراژانس  دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ ،  دوژل شويو پوځيانو  مړي  ددغې سيمې  په يوه  ځنګله کې  د نورو هندي پوځيانو لاس ته ورغلي دي .
ويل کيږي چې مليشو  دتيرې شپې په نيمايي کې  په دوى ډزې وکړې .
  دغه راز  په جيش محمد  په ډلې پورې اړوند  دوه تنه مشکوکې مليشې  دشنبې په ورځ  له هندي پوځيانوسره  په متقابلو ډزو کې ووژل شو  او په دې نښته کې  دهند يو پوځي  ټپى شوى دى .
له هغه وروسته چې  کشمير  په  ١٩٤٧ کال کې  دهند او پاکستان ترمنځ وويشل شول   دمليشو  بيلابيلو ډلو په وسله والو فعاليتونو لاس پورې کړي دي او له امله يې  په لسګونو زره تنه   وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته