کابل باختر د سلواغې نهه ويشتمه :؛
د عامه ذهنونو په روښانه کيدو او مطبوعاتو ته د خلکو په لاسرسي سره د بغلان ولايت په تاله اوبرفک کې په بدو کې دنجونو د ورکولو ناوړه دود په بشپړه توګه پاى ته رسول شوى دى .
دغه ټکى د سيمې يو مخور معاون کريم خيرخواه د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته څرګند کړ او ويې ويل چې، له اوو کلونوراپديخوا د نجونو او ښځو د حقوقو په باب دکورنيو د پوهاوي د کچې د لوړېدلو له امله په دغې ولسوالۍ کې په بدو کې د نجونو دورکولو ناوړه دود له منځه تللى دى.
خيرخواه په بدو کې دنجونو دورکولو دناوړه فرهنګ د له منځه وړلو په لاره کې د عامه ذهنونو په روښانولو کې د عالمانو او درسنيو رول مهم او اساسي وباله اويې ويل: د سواد د زده کړې وده او پراختيا د دغه ناوړه دود دجرړو دايستلو له نورو عواملو څخه دي ، چې په دې ولسوالۍ کې خلک ورسره مخامخ و . ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل