خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل/ د غوايي٢٦مه/ باختر

د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد د پوهنې نظام  پياوړی کړي او د تجربه لرونکو کادرونو په  گومارلو سره یې په نړیوالو معیارونو برابر کړي.

د باختر آژانس مبصر ليکي؛ د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پرون دهغو سلو تنو استادانو د راستنېدو هرکلی وکړ، چې د ماسټرۍ دوره يې له هېواده بهر بشپړه او هېواد ته راستانه شوي دي.

هېواد ته د دغو استادانو راستنېدل په داسې حال کې کېږي، چې یو شمېرهېوادونه هڅه کوي له هېواده د کادرونو په تيښتې سره  د هېواد د لوړو زده کړو موسسې له ستونزو سره مخ کړي.

که موږ په بېلا بېلو کچو د افغانستان  تحصيلي نظام ته دقيق شو؛ نو له داسې یو تریخ حقیقت سره مخ کيږو چې زموږ د هېواد تحصيلي نظام د سیمې له نورو هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دی او له بده مرغه په ​​تحصيلي بنسټونو کې د تدریس میتود لا هم په کلاسیک ډول دوام لري.

سره له دې چې دولت په هېواد کې د پوهنې د نظام د ښه والي لپاره تل هڅې کړې؛ خو جګړې د یوې منفورې پدیدې په توګه په افغانستان کې  د بنسټیزو او پرمختیايي پروګرامونو د عملي کېدومخه نیولې ده. په همدې حال کې د هېوادونو ښوونیز نظام تراغېز لاندې راغلی، زموږ پر تحصيلي نظام د جګړو او نا امنیو یو اغېز له هېواده د کادرونو وتل دي، چې د متعصبو هېوادونو د پلانونو له مخې تر سره کېږي.  داسې هېوادونه هم و، چې له افغانستانه یې د کادرونو د ایستلو هڅونه وکړه/ کوي يې، چې هېواد له بې وزلۍ او د مسلکي او متخصصو ښوونکو له کمښت سره مخ کړي. دا نیمګړتیا په هېواد کې د جګړې له تباهۍ څخه ډېر لوړ تاوان کېدای شي، پلونه او پلګوټي کولاى شو په پيسو جوړ کړو؛ خو په ټولګي کې د پوهنتون د استاد ځای ډکول ستونزمن کار دی.

اسلامي امارت دې نیمګړتیا ته متوجه دى او د له منځه وړلو لپاره یې هڅه  کوي، د نوي نظام د چارواکو ټینګار دا دی چې افغاني ټولنه د اسلامي علومو تر څنګ عصري علومو ته سخته اړتیا لري او هڅه کوي چې  د پوهنتون استادان راضي وساتي، په داسې حال کې چې لویدیځو هېوادونو او امریکا له افغانستان څخه د وتلو په وخت کې په هیواد کې د پوهنتونونو یو زیات شمېراستادان  چې ګنې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره د هغوی ژوند په خطر کې دي  له هېواد څخه بهر وليږدول، چې نن له بې سرنوشتۍ سره مخ دي او عادي بېکاره خلک ګرځېدلي، په داسې حال کې چې په خپل هېواد کې د استاد او متخصص په توګه د قدر او احترام وړ وو.

د ټولنې د دې ګران قشر د راستنیدو لپاره د اسلامي امارت پروګرام په بریالیتوب سره پرمخ روان دی او تراوسه یو زیات شمیرمسلکي کادرونه هیواد ته راستانه شوي دي، ولسونه په دې برخه کې د اسلامي امارت د کړنو او اقداماتو د هرکلي تر څنګ هیله لري چې په تحصيلي نظام کې به د تحصيل کیفیت ته هم پام وشي، د هېواد په تحصيلي ادارو په ځانګړې توګه د خصوصي تحصيلي موسسو د زده کړو کچه غیر معیاري ده، چې باید ورته پام وشي.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته