کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دامير الکلام نظام الدين امير علي شيرنوايي دزيږيدنې دپنځه سوه پنځمې کاليزې په مناسبت نن په بابر بڼ کې دکتاب نندارتون جوړ شو .
دباختراژانس دخبر له مخې :دغه نندارتون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبيهقي دکتاب خپرونو رياست له خوا او دکابل ښاروالۍ او دکتابونو دخپرونکو په همکارۍ جوړ شوى دى .
يوزيات شمير کابل ښاريانو دغه نندارتون وکوت او دخپلې علاقې وړ کتابونه يې ترلاسه کړل .
دغه نندارتون دامير علي شيرنوايي دسمپوزيم دجوړولو دکميسيون له پريکړې سره سم چې مشرتوب يې داطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني په غاړه درلود جوړشوى دى .
2 د یوې دقیقې څخه لږ