ټولنه

دهېواد په څلورو ولايتونوکې دڅو واټونو دجوړولو قراردادونه لاسليک شول

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
دلارې  جوړونې دڅلورو پروژو قراردادونه پرون دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دسرپرست او دڅلورو خصوصي شرکتونو درييسانو ترمنځ لاسليک شول
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت سرپرست پوهنمل مجيب الرحمن کريمي وايي په دغو پروژو کې دکاپيسا ،کونړ ، سمنګانو او دلوګر په ولايتونوکې په واټونوکريړ اچول او پخول   شامل دي چې ددغو پروژو په تطبيقولو  سره  ددغو ولايتونو  د ٣٩ کليو داوسيدونکو دتګ راتګ ستونزې  لري کيږي .  
ختم_  عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته