-کابل / دغبرګولې ٢٤مه / باختر:
په غور کې دپوليسو په يوې پوستې دطالبانو په بريد کې دپوليسو ٧ سرتيري ووژل شول .
دطالبانو په هغه بريد کې چې تېره شپه دغور دپساوند ولسوالۍ دابک په امنيتي پوستې ترسره شو دپوليسو ٧ سرتيري ووژل شول .
دپساوند امنيتي مسوول ددغه ولايت سيمه ييزو رسنيو ته وويل چې په دغه بريد کې طالبانو ته هم دسرزيان اوښتى دى خوتراوسه پورې دقيق شمېر يې نه دى څرګند شوى .
داپه داسې حال کې ده چې نا تاييد شوي رپوټونه شته چې په سلګونو وسله والو طالبان دغور دمنارجام پوستو ته څېرمه په لسګونو طالبان راغونډ شوي و او په دغې پوستې يې دبريد پروګرامونه لري .
ددغې پوستې يو اړوند سرتيرى دطالبانو داتکلي بريد دله منځه وړلو لپاره د زياتو ځواکونو اوتجهيزاتودلېږلو غوښتونکي دي .
دغور مقاماتو ددغو دوو مواردو په باب څه نه دي ويلي .
ختم_ شکريه _اکرم
0 1 دقیقه لوستل