اقتصاد

د چرکانو د روزنې سراسري اتحاديې د خپلومحصولاتو د پلورنې لپاره د بازار د موند لو غوښتنه وکړه

کابل / د وري ١٤مه /باختر
د افغانستان د چرګانود روزنې سراسري اتحاديې نن په يوه خبري غونډه کې د دولت له خوا د خپلومحصولاتو د پلورنې غوښتنه وکړه .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د چرګانو د روزنې سراسري اتحاديه چې په مرکز او ولايتونو کې ٢١ اتحاديې او ټولنې پکې شاملې دي د يو پريکړه ليک په صادرولو سره د خپلو محصولاتو په تېره بيا امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د دولت له خوا دغوښې اوهگيو په ګډون د محصولاتو د پلورنې لپاره د بازار د موندلو غوښتنه وکړه .
هغوى په دې پريکړه ليک کې له دولت څخه وغوښتل چې له بهر څخه د چرګانود غوښې اوهګيو د واردولو مخه ونيسي او خلک بايد د هېواد له توليداتواومحصولاتوڅخه د اقتصاد د ودې په خاطر استفاده وکړي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته