امنیت

پنځه اويا تنه بنديان دهرات له جيل څخه ازاد شول.

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٩ :
پنځه اويا تنه بنديان پرون دحضرت محمد (ص) دنيکمرغه ميلاد په  مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس دفرمان له مخې  دهرات له جيل څخه ازاد شول.
دهرات جيل دافغانستان له سترو جيلونو څخه دى چې اوس درې زره نارينه او ١٥٠ تنه ښځې پکې شپې سباکوي.
دهرات دمرکزي جيل سرپرست غلام محي الدين حميدي باختراژانس ته وويل  چې دهيواد دجمهوررييس د ١١٤ ګڼه فرمان له مخې  پنځه اويا تنه بنديان له دغه جيل  څخه ازاد شول چې  څوارلس تنه يې ښځې دي.
دهرات دجيل مسوولين وايي اوس څه دپاسه درې زره تنه بنديان د هرات په جيل کې شپې سباکوي.
ديوبل خبرله مخې ،  دسرپل ولايت له جيل څخه شپږتنه بنديان ازاد شول .
دسرپل ولايت دڅارنوالي رييس باختراژانس ته وويل په  خوشي شويو بنديانو کې يوه ښځه هم شته.
دسرپل ولايت په جيل کې د اوولسو تنو ښځو په ګډون  دوه سوه اوولس تنه بنديان شپې سباکوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته