امنیت

د ماين د چاودنې له امله يوه ښځه او يو نارينه ټپيان شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
دوه تنه ملکي وګړي نن په نيمروز ولايت کې دماين دچاودنې له امله ټپيان شول.
د نيمروز ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول احمد عرب د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر د چار برجک ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د تيريدو په حال کې و چې د دوى د سپرلۍ موټر په ماين وخوت او د چاودنې له امله يې يوه ښځه او يو نارينه ټپيان شول. دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د پيښې ټپيان د زرنج ښار ملکي روغتون ته وليږدول شول.
روغتيايي مسوولينو د دوى روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته