اقتصاد

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دملي تدارکاتو کمیسیون غونډه وکړه

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ دملي تدارکاتو کمیسیون تير ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرزرکړ.
په دې غونډه کې د ۲۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت درې قراردادونه منظور شول. له وزارتونو سره د افغانستان د مالي او معلوماتي ادارې سیستم د ارتباط تامین پروژه، خپلواکې ادارې او د ولایتونو مستوفیتونه، د تاشقرغان تنګي دسړک او استنادي دېوال جوړول او د کجکي د برېښنا بند دستګاه توربین د لګولو او فعالولو پروژې تعدیل په منظور شویو قراردادونو کې شامل دي.
دملي تدارکاتو کمیسیون ۴ نور قراردادونه د زیات دقت او تخنیکي ارزونو په موخه اړوندو ادارو ته ور واستول. په یادو قراردادونو کې د هېواد د څلورو داخلي هوایي ډګرونو د اړتیا وړ تېلو تدارک، د علي اباد د۲۰۰ بستریز روغتون دجوړولو پروژې د مودې تمدید او د قېمت زیاتوالی، د هرات ولایت د بای پاس سړک پروژې قرارداد ورکول او د بغلان ولایت د اندراب د سرک دجوړولو او قیر دریمه برخه د یادو قراردادونو له جملې څخه دي. 
د یادونې وړ ده چې د کجکي برېښنا بند د توربین دستګاه د نصب او فعالولو پروژې د بشپړولو په پایله کې د هلمند او کندهار ولایتونو لپاره به پر هغه سل میګاواټه برېښنا چې دا بند یې تولیدوي، ۱۸ میګاواټه برېښنا اضافه شي.
د هېواد جمهور رئیس د یادې پروژې د تصویب په هکله څرګنده کړه، د برېښنا انرژي د تولید پروژو د کار بهیر باید امکاناتو ته په پام زیات تحرک پیدا کړي، تر څو ټول ولایتونه له برېښنا څخه مستفید شي.
دملي تدارکاتو کمیسیون همدارنګه د ملي دفاع وزارت د اړتیا وړ تېلو د داوطلبۍ اړوند پیشنهاد په هکله بحث وکړ او د یاد وزارت پیشنهاد یې په ازاده سیالۍ کې د داوطلبۍ پیلولو په اساس تائید کړ.
جمهور رئیس غني د ملي دفاع وزارت د تېلو د اوسني قرارداد په هکله وویل، د دې قرارداد داوطلبي د تمویلونکي پالیسي (سیستیکا ادارې) د غوښتنې مطابق د تدارکاتو مقید روش څخه په استفادې ترسره شو، ځکه د دې ادارې د پالیسۍ په اساس یوازې هغو شرکتونو ته د رقابت اجازه ورکول کېږي چې د دې پالیسي په معیارونو برابر وي.
جمهور رئیس زیاته کړه، د د ې قرارداد د تېر دور داوطلبي د تمویلونکي پالیسي مطابق شوې وه. چې دملي تدارکاتو کمیسیون د رایو په اتفاق هغه ومانه. دملي تدارکاتو کمیسیون یو ځل بیا د قرادادونو په تدارکاتي پروسو کې د شفافیت په تامین ټینګار وکړ.
دملي تدارکاتو کمیسیون د دې قرارداد د داوطلبۍ د وروستي دور لپاره سیستکا اداره قانع کړې ده چې یاد قرارداد ازادې سیالۍ ته وړاندې شي. هغه دملي دفاع وزارت او سیستیکا ادارې ته لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې اقدامات وکړي او شفافیت ته هم پام وکړي. سیستیکا ادارې هم د کمیسیون د دې تصمیم ملاتړ وکړ.
په دې ناسته کې د کمیسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو کمیسیون مسوولینو، د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمیسیون، د پارلماني کاکس، سیګار او سیستیکا ادارې د شفافیت څارونکو هم ګډون کړی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته