کابل باختر د چنګاښ ١٨مه :
په سرپل کې دښځو پرخلاف تاوتريخوالي کمښت موندلى دى .
دسرپل دښځودچارو رييسې نبيلا حبيبي باختراژانس ته وويل : دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې په دغه ولايت کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دوه پنځوس قضيې ثبتې شوي دي .
په داسې حال کې چې دتېرکال په همدې موده کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي څه ناڅه نهه شپېته قضيې په دغه اداره کې ثبتې شوي دي .
حبيبي دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي کمښت علت ښځو او نارينه وو ته دپوهاوي ورکولو دپروګرامونو ترسره کول ، دښځو چارو رياست دکارکوونکو له خوا ددغه ولايت په لروپرتو سيمو کې له کورنيو سره کتنې ، دسيمينارونو جوړول ، دبې وزلۍ دله منځه وړلو په خاطر ښځو ته د روزنيزو کارګاو جوړول او دليک لوست دزده کړې دکورسونو جوړول وبلل .
نبيلا حبيبي زياته کړه : دښځو دچارو رياست هلې ځلې کوي چې په دغه ولايت کې دښځو پرخلاف تاوتريخوالي لږ کړي . دې دغه راز له حکومت اودمدني ټولنې له بنسټونو څخه وغوښتل چې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو په لاره کې له دوى سره همکاري وکړي . ختم- عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل