امنیت

دوه تنه په يوويشتو کيلوګرامو نشه يي توکو سره ونيول شول.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دبغلان ولايت پوليسو دوه تنه نن سهار دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول ذبيح الله شجاع دباختر آژانس خبريال ته وويل: دوه تنه چې غوښتل يې يوويشت کيلوګرامه اپين او يوه اندازه چرس په يو کرولا موټر کې دبغلان ولايت دخنجانو له ولسوالۍ څخه دبلخ ولايت ته وليږدوي دپوليسو له خوا دخنجانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې شپږ پنځوس تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور له څلورو وسلو شلو موټرونو او څه دپاسه ١٠٥٨ کيلوګرامو نشه يي توکو سره دبغلان ولايت دپوليسو له خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته