کابل باختر د ثور شلمه
پنځه ويشت تنه بنديان نن دپروان ولايت له جيل څخه ازاد شول .
باختر اژانس ته دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې دغه بنديان دافغانستان د ملت دجهاد دبرياليتوب دکاليزې په درناوي دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دفرمان له مخې له جيل څخه ازاد شول .
خبرځاى وويل دوه ښځې هم ازادي شوي دي چې دهغوي دنسبتي دوسيو له څيړلو وروسته وبخشل شي .
دپروان ولايت په جيل کې اوس دڅوارلسو ښځو په ګډون درې سوه لس تنه شپي سبا کوي