کابل باختردسلواغې دمياشتې ٧ :
په کندز ولايت کې تيره شپه يوه ميرمن دخپل ميړه له خوا ووژل شوه.
دامام صاحب ولسوال امام الدين قريشي باختراژانس ته وويل ددغې ميرمنې ميړه ، دخپلې ميرمنې له وژلو وروسته تښتيدلى دى او ددغې پيښې علت لا تراوسه پورې نه دى روښانه شوى .
دکندز ولايت دښځودچارو رئيسې نادرې ګياه وويل داپه روان کال کې دامام صاحب په ولسوالۍ کې دښځو اونجونو دوژل کيدو څلورمه پيښه اودکندز ولايت په کچه شپاړلسمه پيښه ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ