امنیت

په زابل کې دپنځو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د ليندى شپږمه :
  پنځه تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
په دغو طالبانو تيره شپه په شاجوي ولسوالۍ کې  بريد وشو .
داتل قول اردو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  وايي چې  دپوځيانو په دغه بريد کې  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول
خبرپاڼه زياتوي  چې  تيره شپه دغو طالبانو په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و ،  چې بريد پرې وشو .
ويل کېږي  په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته