سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رییس د ننګرهار د خونړۍ پېښې د ټپيانوسره وکتل.

کابل باختر  دثور لومړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره شپه په سردار محمد داوود خان روغتون کې د ننګرهار د وروستۍ خونړۍ پېښې له ټپيانو سره وکتل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په ننګرهار کې د تېرې شنبې په ورځ یوه ځانمرګي برید زموږ لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله. په دې برید کې چې د نوي کابلبانک او ښاروالۍ مخې ته وشو، زموږ ۳۵ تنه هېوادوال شهیدان او ۱۲۵ تنه نور ټپیان شول.  د دغو ټپیانو له ډلې یې ۲۸ تنه ټپيان چې روغتیايي وضعیت یې نازک و، د کابل سردار محمدداوود خان روغتونه را لېږدل شوي او تر درملنې لاندې دي.
اجرایيه رییس له ټپيانو سره دکتنې پر مهال یو ځل بیا دا او دېته ورته نور بریدونه په کلکه وغندل او ټپيانو ته یې د سملاسي روغتیا هیله وکړه.
ډاکټر عبدالله عبدالله له ټپيانو سره دکتنې پر مهال د سردار محمدداوود خان روغتون له ډاکټرانو نه مننه وکړه، چې د ټپیانو په درملنه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.
ده وویل: تر اوسه چې کوم ټپیان د ننګرهار له پېښې راوړل شوي، سره له دې چې د ټولو وضعیت خراب و، خو بیا هم د الله ج په مرسته او د ډاکټرانو د نه ستړې کېدونکیو هلو ځلو له امله هېڅ یوه هم خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی. د دوی درملنه په ښه ډول روانه ده. له ډاکټر صاحبانو او د روغتون له ټول پرسونل مننه کوم. چې د درملنې لپاره یې هېڅ امکانات او هڅې نه دي سپمولي. اوس د ټپيانو روغتیايي حالت د ښه والې په لور دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رییس زیاته کړه، چې د دې برید په اړه څېړنې دوام لري او ډاډ یې ورکړ چې حکومت د ننګرهار وضعیت ته ځانګړې پاملرنه لري، چې ژر به د دې ولایت امنیتي وضعیت ښه شي.  ده ټينګار وکړ، چې د دې برید عاملین به ونه بخښل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته