فرهنګ

حسينه ساپۍ: د فرهنګي ميراثونو ساتنه زموږ د ټولو ملي مسووليت دى

کابل/ د مرغومي ٧مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره په کتنه کې د تاريخي آبداتو پر ساتنې ټينګار وکړ.
په پيل کې د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د هېواد فرهنګي، هنري او تاريخي مسئلو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې له پاملرنې مننه وکړه اوبيا پردغوموضوعاتووغږيده: د جمهوري رياست دملي پراختيا عملياتي اوملاتړې ادارې سره د امام اعظم ابوحنيفه (رح) د فرهنګي مجتمع د جوړولو په برخه کې د وزارت د مقام همغږۍ چې د هېواد د جمهوررييس يوژمنه ده، د جهاد او مقاومت موزيم په توګه د جبل السراج شاهي ماڼۍ په اړه د جمهوررييس ژمنه، د جبل السراج د زاړه بازار د بيارغاونې په اړه د جمهوررييس ژمنه، د پروان په مرکز او جبل السراج ولسوالۍ کې دهغولرغونوسيمواوتاريخي آبدو چې له خطرسره مخ دي،سروې، د ملي پارک په نامه د ګلبهار د عمومي بڼ د نومولو وړانديز، د مالي ستونزو له امله د پروان ورځپاڼې د خپرونو ځنډېدل، د پروان د ارزاقو ګودام د آبدې ترميم، د سرورخان تاريخي برج ټينګښت او د تاريخي آبداتو او ساحو د ساتنې او څارنې په موخه د نقليه واسطې پېرودل.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د تاريخي آبداتو د ساتنې په برخه کې د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس د پروګرامونو قدرداني اوملاتړ وکړ.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته