کابل باختر د سلواغي لسمه :
په هرات ولايت کې دځانمرګي بريد له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دغه پيښه نن ماښام د شينډنډ ولسوالۍ په عزيز آباد بازارکې رامنځته شوې ده.
د امنيتي مسوولينو دڅرګندونو له مخې: ددغه بريدهدف د شينډنډ د پوليسو د مسوول نورزى ترور و. خو په دې پيښه کې ده ته زيان نه دى اوښتى.
ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو توکوبارخپل موټر د هرات دپوليسو ددغه مقام د کاروان په وړاندې چوولى دى.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالروف احمدي باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې د شينډنډ ولسوالۍ د پوليسو مسوول نورزي ته زيان نه دى اوښتى.
د احمدي د څرګندونو له مخې: په دې ځانمرګي بريدکې د سيمې دوه تنه اوسيدونکي چې يوه يې ښځه او يو نارينه دي؛ ټپيان شوي دي.
عيني شاهدان وايي چې ځانمرګى يرغلګر ځان د شينډنډ د پوليسو د مسوول نورزي د سپرلۍ موټر ته څېرمه چوولى دى خو د دې امله چې ددغه امنيتي مسوول موټر دګولۍ ضد و؛ ده ته زيان نه دى اوښتى.
د هرات ولايت سيمه ئيز مسوولين وسله وال طالبان ددغه ځانمرګى بريدمسوول بولي او وايي چې د دغې پيښې د عاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلتڼې پيل شوې دي.
0 1 دقیقه لوستل