امنیت

وسله والوطالبانو ښوونځيو ته د نجونو د ورتګ مخه ونيوله

کابل باختردوږي دمياشتې١٤نيټه : 
وسله والو طالبانو په لوګر ولايت کې له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو زده کوونکو نجونو ته ښوونځيو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي .
د بره کي برک ولسوالۍ سرپرست عين الدين امين خيل باختر آژانس ته وويل چې له دريو ورځو را په دې خوا په بره کې برک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو زده کوونکو نجونو او ښوونکو ته ښوونځيو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي او خبردارى يې ورکړى دى: که چيرې له دې کار څخه سرغړونه وکړي، د نجونو ټول ښوونځي به وتړي.
امين خيل زياته کړه چې دوى دغه موضوع د ولايت له مشرتابه، د پوهنې رياست له مسوولينو او قومي مشرانو سره شريکه کړې ده .
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال ډاکترعبدالولي وکيل وايي: د قومي مشرانو او مخورو  له لارې دغه موضوع له وسله والو مخالفانوسره شريکه شوې ده او وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چې په دارالعلوم او ديني مدرسوکې زده کوونکي زده کړې ته پاملرنه نه کوي او يوازې په آزموينو کې ګډون کوي او بريالي کيږي او د نجونو په ښوونځيو کې  پورته ټولګيو زياتره زده کوونکي ښوونځي ته نه راځي او يوازې په آزموينه کې ګډون کوي او بريالي کيږي چې دغه دوه موارده  د ديني او معاصرو علومو زده کړې ته يو ستر زيان دى او په حقيقت کې د علم او پوهې په کور ستر ګوزار دى.
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال زياته کړه چې د طالبانو د ادعا په باب د پوهنې له مسوولين سره خبرې کوي او يوه لاره به ورته ومومي.
له بله پلوه د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپورعرب دغه ادعاګانې ردوي او وايي  چې په بره کې برک ولسوالۍ  کې نجوني ښوونځيو ته ځي  خو د هغوى ګډون يو څه پيکه ده.
د لوګر ولايت په بره کي ولسوالۍ کې د نجونو ١١ ښوونځي شته چې څه ناڅه اته زره نجوني په پکې په زده کړې بوختې دي.
دا په داسې حال کې ده چې درې مياشتې مخکې د لوګر ولايت په مرکز او محمدآغې ولسوالۍ کې د نا امنيو او نورو ستونزو له امله ١٠٣ ښوونځي د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا تړل شوي وو چې له يوې مودې وروسته بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانستل شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته