امنیت

په ننګرهار کې دبيلابيلو جنايي جرمونو په تور دنهو تنو نيول کيدل .

کابل باختر د  تلې لومړي :
نهه تنه په ننګرهار ولايت کې دبيلابيلو جنايي جرمونو په اړوند ونيول شول .
دغه کسان په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دځانګړو عملياتو په بهير کې  او دننګرهار ولايت په بيلابيلو  سيمو کې دپوځيانو دپلټنو په بهير کې نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال  باختراژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو د انسان وژنې ، غلا ،  دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ده وويل چې دغه کسان ددغه ختيځ ولايت په بيلابيلو سيمو کې دپوځيانو دعملياتو او دپلټنو په بهير کې  نيول شوي دي .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته