امنیت

يوشپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باخترد ليندى پنځه ويشتمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونوکې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې يوشپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلورويشت تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دهېواد په بيلابيلو سيموکې ګډ تعرضي عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوشپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلورويشت تنه ټپيان او يوولس تنه مشکوک  کسان ونيول شول .
دغه عمليات دننګرهار ،  نورستان ، پکتيا ، پکتيکا ، غزني ، لوګر ،  ميدان وردکو ، قندهار ، روزګان ، زابل ،  نميروز  ، فارياب ، کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  ترسره شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته