امنیت

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر
د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي چې د وسله والو طالبانو غړيتوب يې لاره؛ پرون په غورکې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د باختر آژانس خبریال ته وویل: د غور د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پولیسو په ځانګړو عملیاتوکې د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي ووژل او درې نوريې ټپیان کړل.
د پولیسو او قاچاق وړونکو ترمنځ جګړه هغه وخت ونښته چې د غور د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو ١٠٠٠ کیلوګرامه نشه يي توکي له هغو لېږدونکو وسایطو څخه چې په وسله والو طالبانو پورې اړوند وو؛ د فېروزکوه ښار په آهنګرانو سیمه کې کشف کړل.
ډار اچوونکو طالبانو غوښتل دغه اپین ډوله نشه يي توکي د فېروزکوه ښار له آهنګرانو سیمې څخه د غور جنوب ته قاچاق کړي.
پولیسو دغه راز د دغو نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند درې مشکوک کسان د عملیاتو په ساحه کې نیولي دي.
امنیتي ځواکونو د قاچاق وړونکو یو موټر په سیمه کې د هوایي قواوو په ملاټر ویجاړ کړی دی او د هغوی یو موټر، یوه وسله او ١٠٠٠ کیلوګرامه اپین د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته