امنیت

د فارياب امنيه قوماندان د ټپيانو او ناروغانو د احوالو پوښتنه وکړه

-ميمنه/ باختر د چنګاښ  اتمه :
د فارياب امنيه قوماندان پرون د فارياب په ولايتي روغتون کې د ناروغانو او ټپيانو د احوالو پوښتنه وکړه .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د فارياب ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلارو په داسې حال کې چې له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير مل پاسوال محمد نادر حميد، يوشمېرمنسوبينو او د امنيې قوماندانۍ مشرتابه هئيت له ده سره ملګري وو، د ميمنې ښار د افغان -ترک په روغتون کې په بسترکې د پوځي او ملکي  ناروغانو او ټپيانو د احوالو پوښتنه وکړه او د سوغاتونو په ورکولو سره هغوى وستايل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته