امنیت

اته تنه وسله وال طالبان و وژل شول او درې ديرش تنه نور ونيول شول

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
  په فراه ولايت کې دافغان او دايساف دځواکونو په ګډو عملياتو کې اته تنه وسله وال طالبان و وژل شول او درې ديرش تنه نور يې ټپيان شول .
دغه عمليات دطالبانو له شتون څخه دفراه ولايت دختيځوساحو دپاکولو په مقصد پرون پيل شوي وو .
دهيواد په لويديځ کې دملي اردو يوه مسوول  باختر اژانس ته وويل په دغو عملياتو کې چې دافغان او بهرنيو ځواکونو له خوا دفراه ولايت دګلستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوي وو اته تنه وسله وال طالبان و وژل شول او درې ديرش تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى  وويل چې دولتي ځواکونوپه دغو عملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي او ټاکل شوې ده چې ددغه ولايت نوري سيمي هم دوسله والوطالبانو له شتون څخه پاکې شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته